خبرونهټولنه

هلمند؛ په سنګین ولسوالۍ کې د ۳ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په بازار کې د یادې ولسوالۍ د ښاروالۍ له خوا د یوه پارک، یوه چوک او د یوه منار د رغولو چارې پیل شوې دي.
د یادو رغنیزو پروژو د پیل په مراسمو کې ولسوال متین حاجي لالا وویل:”دا رغنیزي پروژې چې یوه يې د سنګین ولسوالۍ اړوند منډئې سیمه کې یو پارک چې سل متره اوږد والی او ۳۰ متره سور لري د یو میلیون او ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه چې همداراز یو مرکزي چوک او یو منار د چوغک پرلوړه د ۷۵۰ زره افغانیو په لګښت رغول کېږي.
نوموړي وویل چې نور په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې اوس د دې وخت رارسېدلی چې هرڅوک د هېواد په بیا رغونه کې خپله پوره هڅه وکړي.
د سیمې خلک د پیل شویو پروژو سره خوښي ښيي او له اړوند مسوولینو څخه غواړي چې دې ته ورته نورې پروژې هم پلي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته