خبرونهټولنه

هلمند؛ لښکرګاه کې ۳۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر

د هلمند ولایت لښکرګاه ښار څلورمې ناحيې اړوند کوچني کارېز سیمه کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادو ولایت د کلیو، بیارغوني او پرختیا ریاست د انجنیرۍ خدماتو عمومي مدیر انجنیر نجیب الله حمیدي وویل چې دغه شبکه د ملګرو ملتونو د همږغۍ ادارۍ په مالي ملاتړ د یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت رغول شوې چې پر مټ یې د سیمې ۳۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې نن هم د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه سربېره، سنګین، موسی قلعه، نادعلي او مارجه ولسواليو د اوبو رسولو یوې پروژې په بشپړېدو سره څه باندې ۳ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته