هلمند؛ د ملي پوليسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه نږدې ۵۰۰ پولیس فارغ شول

کابل، د لېندۍ ٧مه، باختر
د هلمند د ملي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه په لسمه دوره کې ۴۸۵ تنه پولیس د یو لړ ځانګړو مراسمو پر مهال له دوه میاشتنيو نظامي او عقیدوي زده کړو وروسته فارغ شول.
د هلمند مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس فارغ شویو سرتېرو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې خلکو سره ښه چلند وکړي او د اسلامي شریعت په رڼا کې خپلې دندې په صداقت سرته ورسوي.
د يادونې وړ ده چې په پای کې فارغ شویو سرتېرو د خپلو زده کړو یوه برخه په عملي ډول نندارې ته وړاندې کړه.
باید وویل شي چې فارغو پولیسو کې ٢٩٩ د هلمند او ۱۸۶ تنه د نیمروز ولایت اړوند وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته