کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩
هغه ښځه له دوو مياشتو وروسته چې په بغلان ولايت کې تښتول شوې وه ، وکولاى شول خپلې کورنۍ ته ستنه شى.
دا دووه مياشتې مخکې کله چې دخپلې خور کورته روانه وه دنهرين ولسوالي له مربوطاتو څخه دڅو تنو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شوه او د دې دڅرګندونو له مخې دا دولسوال په ګډون دځينو وسله والو کسانو له خوا په زور سره د ملي اردو له يو سرتيرې سره يې نکاح شوه .
ميرمن مينا وايي په دغو دوو مياشتو کې يې هغه بندي کړى وه او اجازه يې نه ورکوله چې دکور انګړته را ووځي .
دغه ميرمن دچهارشنبې ورځ کله چې له خپل ورور سره يې تيلفوني اړيکه ونيوله دامنيتي ځواکونو له خوا دانسان تښتونکو له منګولو څخه وژغورل شوه.
يوه ورځ ددغه کور يو نارينه خپل موبايل تيلفوني هيروي او مينا هم په هوښيارۍ سره دټيلفون له لارې له خپل ورور سره اړيکه ونيسي او خپلې تښتونې داستان او موقعيت بيانوي او همدغه سبب کيږي چې وژغورل شي.
ميرمن مينا دباختر آژانس خبريال غلام على ته وويل : وسله والو کسانو دهغې له تښتولو وروسته په زورسره هغه دملي اردو له يو سرتيري سره نکاح کړه .
دې وويل : څومره چې مى وژړل او ومې ويل چې زه ميړه لرم اولاد لرم خو زه يې په زور سره دملي اردو له سرتيرې عبدالغفار سره نکاح کړم .
دغې ځوانې ښځې وويل چې دګذرګاه نور ولسوال د دې له تښتولو څخه خبر ، و او آن ولسوال دملي اردو له دغه سرتيري سره نکاح ته اړ کړم .
خو دبغلان ولايت دګذرګاه نور ولسوال نورمحمد له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه ادعا ردکړه او ويې ويل کله چې ما له نجلۍ څخه پوښتنه وکړه چې ته تښتول شوى يې هغې وويل نه.
دبغلان دپوليسو ويندوى جاويد بشارت دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل : دګلبدين په نامه هغه شخص چې مينادهغه په کورکې ساتل کيده نيول شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل