نړۍ

هغه قوماندان چې په پيښور کې په يوه ښوونځي بريد کې يې همکاري کړې وه ووژل شو

اسلام اباد ډي ډان   باختر دمرغومي دمياشتې  ٥ :
دپاکستاني طالبانو يو قوماندان  چې په پيښور کې  دپوځيانو تر ادارې لاندې ښوونځي  دوروستي تروريستي بريد په طرحه کولو   او ددغه بريد له ترسره کولو سره   په مرسته کې  لاس درلود  تيره شپه  دپاکستان دامنيتي ځواکونو په بريد کې ووژل شو.
باختر آژانس دپاکستان دډان ورځپاڼې له خولې  خبر راکړ : دغه قوماندان  چې صدام نوميده دخيبر ايجنسۍ په جمرود سيمه کې وژل شوى دى .
دخيبر دقبايلي سيمې يوه حکومتي مقام شهاب  علي شاه  نن په پيښور ښارکې  په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې دطالبانو دپوځي مليشو ددغه قوماندان  وژل کيدل تائيد کړل .
دغه قوماندان په پيښور کې  ښوونځي ته  دپاکستاني طالبانو دشپږو تنو غړو  دورتګ  زمينه برابره کړې  وه .
صدام   دخيبر پښتونخوا په ايالت کې دماشومانو دفلج  دواکسيناسيون  په يوه ټيم   د ٢٠١٣ ميلادي کال په تروريستي بريد کې هم لاس درلود   هغه تروريستي اقدام چې   دپاکستان ديوولسو تنو امنيتي ځواکونو دوژل کيدو سبب شو.
په پيښور ښارکې  دپوځيانو تر ادارې لاندې ښوونځي دپاکستاني طالبانو په تروريستي بريد کې  دښوونځي  څه دپاسه  يوسلو پنځوس تنه زده کوونکي ، ښوونکي  او ساتوونکي ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته