امنیت

هغه سړي چې په خپله ګيډه کې يې نشه يي توکي ځاى پرځاى کړي وونيول شو

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣ :
هغه سړى چې ويل کيږي  په خپله ګيډه کې يې نشه يي توکي ځاى پرځاى کړي و، دننګرهار ولايت  د امنيتي ځواکونو له  خوا ونيول شو.
دغه سړى نن سهار کله  يې چې غوښتل له نشه يي توکوډک ٣٠ کپسولونه  پاکستان ته وليږدوي  په  تورخم بندر کې  دپوليسو له خوا ونيول شو.
د ننګرهار  د والي وياندعطاالله خوږياڼي  دباخترآژانس خبريال ته وويل : 
دغه سړي له  نشه توکو ډک کپسولونه  په خپله ګيډه کې ځاى پرځاى  کړي و او غوښتل يې هغه پاکستان ته وليږدوي .
يو بل سړى هم  له دغه قاچاق وړونکي سره  دهمکارۍ په تور نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته