امنیت

هغه سړى چې غوښتل يې په چاودنې لاس پورې کړي؛ ونيول شو

کابل باختر  دوري  پنځمه :
دجوزجان ولايت پوليسو نن هغه سړي ونيوه چې غوښتل يې په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي وچوي.
دجوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه سړى چاوديدونکي توکي په يوه فلزي نل کې ځاى پرځاى او په بايسکل  کې يې ايښې و او غوښتل يې چې د منګجک ولسوالۍ د امنيه قوماندان د سپرلۍ  په موټر بريد وکړي.
د ده دڅرګندونو له مخې: دى په يوه پټنځي کې له يوې اداره کوونکې وسيلې سره ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته