هغه سړى چې د انسان تښتونې تور پرې لګول شوى و د تيښتې په وخت د تورخم په بندرکې ونيول شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
هغه سړى چې د انسان تښتونې تور پرې لګول شوى و او د انټرپول د پوليسو تر څارنې لاندې و؛ په تورخم بندرکې ونيول شو.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: نيول شوى سړى ماهر نوميږي او د انسان تښتونې تور پرې لګول شوى دى چې د کورنيو چارو وزارت د انټرپول د پوليسو تر څارنې لاندې و چې د تيښتې په وخت کې د کورنيو چارو وزارت د انټرپول د پوليسو له خوا په تورخم بندرکې له پيژندلو وروسته ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته