کابل – باختر دکب دمياشتې ١
هغه سړى چې دجمهوررييس دمرستيال مارشال فهيم لاسليک يې په جعلي توګه کړى و او غوښتل يې په هرات کې دايران له قونسلګرۍ څخه ددغه هيواد ويزه ترلاسه کړي دامنيتي مامورينوله خوا ونيول شو .
دغه سړى په ظاهره توګه دجمهوررييس دمرستيال په لاسليک سندونه جوړ کړي وو
چې پنځو تنو ته دايران ويزه ترلاسه کړي .
دهرات دپوليسو يو مسوول باختر آژانس ته وويل : چې دغه سړى دمارشال فهيم دلاسليک په جعل کولو اعتراف کړى دى .
تراوسه پورې روښانه نه ده چې دفراه دغه اوسيدونکي دايران دويزې دپلورنې په خاطر دجمهوررييس دمرستيال لاسليک په جعلي توګه کړى و اويا يي غوښتل خپلې کورنۍ ته ويزه واخلي .
دا لومړى حل دى چې په هرات کې دويزې دترلاسه کولو په مقصد دجمهوررييس دمرستيال په جعلي لاسليک سره يو تن نيول کيږي .
0 1 دقیقه لوستل