کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
هغه سړي چې غوښتل خپله ميرمن نن په بغلان ولايت د چړې په ګوزار سره ووژني دپوليسو له خوا ونيول شو.
په دغې ميرمنې د ميړه له خوايې ناوړه قصد وشو او دمقاومت له امله مخ يې ټپي شو .
شونډې يې غوڅي شوې او يو غوږ يې سخت ټپي شوى دى .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى احمد جاويد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل : زيانمنه شوې ميرمن شل کلنه ده او پنځه ماشومان لري .
ددغې ميرمنې دمور دڅرګندونو له مخې : دا دويم ځل دى چې په لور يې دهغې دميړه له خوا ناوړه قصد کيږي.
بشارت زياته کړه : دغه ځوانه ميرمن له عدليې او قضايي مرکزونو څخه غواړي چې ميړه يې چې د جوارګرې کار هم کوي ، مجازات کړي.
دپلخمري د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکترمحمد کريم عزيزي وايي ، زيانمنه شوي ميرمن چې روغتون ته ليږدول شوې ده ، روغتيايي حال يې خراب دى .
0 1 دقیقه لوستل