هغه روغتون چې د سرو زرو د ٢١ ستورو مډال يې وګاټه

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣٠
د اروپا د مدني ټولني فرهنګي څانګې د سرو زرو د ٢١ ستورو مډال د انتاني روغتون رييس ته ورکړ .
د سرو زرو دغه مډال په انتاني روغتون کې د مکروبي ناروغانو د تشخيص او درملنې د ښې زمينې د برابرولو په خاطر د دغه روغتون رييس ډاکتر زلمي نورزي ته ورکړ شوى دى .
د انتاني روغتون د هېواد په کچه يوازنى روغتون دى چې  په کابل کې د انتاني ناروغانو د تشخيص او درملنې لپاره فعاليت کوي او په تيرو پنځو مياشتوکې چې ډاکتر زلمي يې مديريت په غاړه اخيستى، د دغه روغتايي مرکز په روغتايي خدمتونوکې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.
د انتاني ناروغيو په دغه روغتون کې لکه کانګي او نس ناستې، وچکى، له وينې بهيدو سره تبه، هيبيتايت بي – سي-اې يعنې تور، زيړ او سپين زيړى، د مغزو التهاب، نرى رنځ، ملاريا او اختلاطي پيښې تشخيص او د ناروغانو درملنه کيږي.
په وروستيو مياشتوکې د تشخيص درملنې او هم د روغتيا ساتنې د خدماتو څانګې ته د ښې زمينې د برابرولو په مقصد د دغه روغتيايي رييس او نورو کارکوونکو د پاملرنې له امله د اروپا د مدني ټولنې د فرهنګي څانګې مديريت دغه مډال د هغه روغتون رييس ته ورکړ .
د انتاني روغتون رييس ډاکتر زلمي نورزي د باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: د دغه روغتون په رياست له ټاکل کيدو وروسته له ملي سوداګرو، د درملو له واردونکو شرکتونو او د درمل جوړولو له کمپنيو او د ټولنې له خيريه افرادو سره له خپلو اړيکو څخه په استفادې سره هڅه او هاند  وکړ چې د ناروغانو  د درملنې لپاره د دغه روغتون درمل او نورې اړتياوې برابرې او هم د ناروغانو د تشخيص لپاره سمبال لابراتوار جوړ کړي.
ده وويل: په ورځ کې تر ٣٠٠ تنه ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي او له معاينو او تشخيص وروسته تر يوسلو پنځوسو تنو پورې يې په بسترکې تر درملنې لاندې نيول کيږي.
ډاکتر نورزي زياته کړه: د تودوخې موسم پيل شوى او موږ د موسمي ناروغيو له امله د احتمالي پيښو د منلو او درملنې لپاره ټاکل شوې ده، په هغو لسو مليونو افغانيو چې نړيوال بانک مرسته کړې ده؛ د درملو اړتياوې او د پيښو د لازياتو منلو زمينه برابره کړو.
ده وويل: په روغتون کې د وينې ورکوونکو تبې لرونکو نويو پيښو د درملنې لپاره يو څانګه د نړۍ د روغتيايي سازمان په مالي او تخنيکي مرستې په نړيوالو معيارونو سره سم لس بسترې برابرې کړې دي او په دې څانګه کې د وينې ورکوونکي، تب لرونکي پيښې او اخته ناروغان چې يوه نوې ناروغي ده، درملنه کيږي او دې څانګې ته يو ٦٠ کيلو واټ جنراتوار هم پيرودل شوى دى .
ده له پايوازانو څخه وغوښتل چې روغتون ته د ماشومانو او زيات عمر لرونکو کسانو له راوستلو څخه ډډه وکړي او د ناروغانو دپوښتنې په وخت کې د روغتون قوانين مراعات کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته