امنیت

هغه اته سوه کسيزه قطعه چې په غورماچ کې د وسله والو طالبانو په محاصره کې وه د ملي اردو د ځواکونو له خوا وژغول شوه

کابل / باختر د لړم  دمياشتې  ١  :

د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالمجيد ګلم بافي او دهغه اتلس تنه سرتيري چې څو ورځې مخکې د وسله والو طالبانوله خوا اسيران شوي وو، تيره ورځ په غورماچ کـــې د وسله والو  طالبانو له خوا په  ډزو سره ووژل شول.

د باختر آژانس خبريال وايي: د شهيدانو مړي د ميمنې ښارته ليږدول شوي  او خارو ته سپارل شوي دي .

د ٢٠٩ شاهين  قول اردو د لومړۍ لوا د قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول  جګړن محمد  رضا رضايي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغورماچ  ولسوالۍ په لور له پرون ورځې څخه د ملي اردو دځواکونو پرمختګ دوام لري.

ده زياته کړه: د ملي اردو يوه اته سوه کسيزه قطعه چې د وسله والو طالبانو په محاصره کې وه؛  دکوماندو دخاصو قطعاتو او  د ريزرفي ځواکونو په مرسته چې له مرکز څخه ليږدول شوي وو؛ په ګډه د وسله والو مخالفينو په سنګرونو بريدونه  وکړل او د ملي اردو دغه قطعه وژغول شوه او جګړې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته