هسپانوي پوځيان به د راتلوونکې هجري لمريز کال په مني کې له افغانستان څخه ووځي
کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
د اسپانيا دولت اعلام وکړ چې ددغه هيواد پوځيان به د راتلوونکې هجري لمريز کال په مني کې له افغانستان څخه ووځي .
باختر اژانس، د نړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: د اسپانيا د دفاع وزير پدرو مورنس ويلى دى چې په ټاکلې وخت به ددغه هيواد څه دپاسه زر تنه پوځيان له افغانستان څخه ووځي .
ښاغلى مورنس د هيواد سياسي ګوندونو ته په خطاب کې ويلى دى: که څه هم په افغانستان کې څو کلنو جګړو دومره برياليتوب نه درلود، خو نشو کولى هغه ناکامې تعبيرکړو .
پر ده، په دې وروستيو وختوکې له افغانستان څخه د اسپانوي پوځيانو د وتلو د وخت د ټاکنې په باب ددغه هيواد دسياسي ګوندونو د يوشمېر مشرانو له خوا سختې نيوکې شوي دي .
له افغانستان څخه دنړيوالو پوځونو د وتلو بهير له څو مياشتو راپديخوا پيل شوى دى . تراوسه پورې فرانسې او اسټراليا دخپلو پوځيانو يوه برخه له افغانستان څخه ايستلې ده او ټاکل شوې ده چې له اسپانيا وروسته نور هيوادونه هم له افغانستان څخه دخپلو پوځيانو د ايستلو وخت اعلام کړي .
اسپانيا په افغانستان کې څه دپاسه يو زرو شپږ سوه تنه پوځيان لري چې زياتره يې دهيواد په لويديځو سيمو کې ډيره دي.