کابل/ د لړم ۲۵ مه/ باختر
افغانانو تمه درلوده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به د جمهوري ریاست انتخاباتو ړومبنۍ پایلې په خپل وخت په ډاګه کوي او بیا به وروستۍ پایلې هم اعلاموي او د افغانستان ولس ته به د خلکو په رایه ټاکل شوی جمهوررییس ورپېژني.له بده مرغه کمېسیون و نه شوای کولای دا کار په خپل وخت ترسره کړي. دغه حالت د ټولو چارو پر پرمخ بیولو ناوړه اغېزه کړې ده. اوس اندېښنه دا ده که انتخاباتي بحران نور هم دوام ومومي، هسې نه چې دا بحران ګڼې حکومتي چارې لا ټکنۍ کړي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر همدا موضوع څېړلې ده او لیکي:
په افغانستان کې د دولتي ادارو او همدارنګه ځینو کارکوونکیو یوبد عادت دا دی چې دوی سیاسي حالت ته ګوري چې کوم لور ته روان دی او لاس تر زنې لاندې کېني. اوس هم ټول منتظر دي چې کمېسیون د انتخاباتو پایلې اعلام کړي، دوی په هغه مینه او لیوالتیا چې لازمه او اړینه ده، کار نه کوي او وایي ( ته ودرېږه چې دانتخاباتو پایلې معلومی شي). دغه راز چلند له یو راز بې تفاوتۍ پرته بل کوم مفهوم نه شي لرلی. د هرې ادارې او هر مسوول او هر کارکوونکي دنده څرګنده او روښانه ده. دا چې د انتخاباتو پایلې به کله اعلامېږي او څه به ترې راوځي دا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کار دی، منو چې دا د هر افغان له ژوند سره نېغ تړاو لري او باید هېڅوک په دې اړه بې تفاوته او بې توپيره پاتې نه شي، خو د بې تفاوته نه پاتې کېدو مانا دا نه ده چې ټول لاس ترزنې لاندې کېني او خپلې اړوندې دندې په مینه او لیوالتیا تر سره نه کړي. که موږ له دغه راز چلنده ځانونه ونه ژغورو نو مانا به یې دا وي چې په لوی لاس بحران ته لمن وهو او مرسته ورسره کوو او دا کټ مټ هغه څه دي چې یو شمېر مغرضې کړۍ یې غواړي.
لومړۍ او تر ټولو مهمه خبره خو داده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ژرتر ژره د انتخاباتو پایلې اعلام کړي او دې ناڅرګند حالت ته د پای ټکی کېږدي. هر څومره چې د انتخاباتود پایلو اعلام ځنډول کېږي، همغومره بحران ته لمن وهل کېږي او خدای مه کړه بیا به داسې یو حالت رامنځ ته شي چې څوک به یې د کابوکولو وس او توان نه لري. د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د هېواد د نافذو قوانینو او خپلو لایحو او طرزالعلمونو په رڼا کې د رای شمېرنې او بیا شمېرنې بهیر بشپړ کړي او د انتخاباتو پایلې په ډاګه کړي. خو دا موضوع باید د دولتي ادارو او کارکوونکیو پر کار ناوړه او منفي اغېز و نه کړي. هر اداره دې خپلې دندې د نافذو قوانینو په رڼا کې سرته ورسوي او خلکو ته دې عامه خدمات په عادي توګه وړاندې کړي. موږ باید د هر څه د بې حده سیاسي کولو له ناوړه فرهنګ سره مخه ښه وکړو او خپلو اصلي دندو ته پام واړوو. هېڅوک باید دا ټکی له پامه ونه غورځوي چې افغانستان اوس د نظام اوسیستم له تشې سره مخ نه دی. موږ نظام لرو، منو چې د نظام جوړښتونه مو کمزوري دي، خو ښه خبره دا ده چې یوڅه لرو او باید له دغو ظرفیتونو کار او ګټه واخلو او نظام لاپياوړی کړو. دا موخه هغه مهال تر لاسه کېدای شي چې ټول خپلې اصلي دندې په ښه توګه سر ته ورسوي.
ن. ش.
0 2 دقیقې لوستل