خبرونهټولنه

هرات کې ۵ ټنه بې کیفیته توکي وسوځول 

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د هرات ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۵ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د هرات ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم څانګې مسوول خیرالله مزمل له ټولو ښاریانو وغوښتل، چې د تاریخ تېراو بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکو د پېراو پلور د مخنیوي په برخه کې له یادې ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد توکي د تېرو دوو میاشتو په لړ کې د یاد ولایت د میرداوود بابا په اړوندو سیمو کې د هټیو او ګدامونو څخه راټول او وسوځول شول.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم یاده  ښاروالۍ د هرات ولایت د اړوندو سیمو څخه تاریخ تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي راټول او سوځولي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته