خبرونهامنیت

هرات کې څه باندې ۲ زره کیلوګرامه نشه یي توکي وسوځول شول

کابل، د غوایي ۲۵مه، باختر
د هرات د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت له خوا له ۲ زره ۳۲۰ کیلوګرامه څخه زیات نشه يي توکي وسوځول شول.
د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي حيات الله روحاني وايي، په دغو توکو کې هيرويين، شيشه، ترياک، چرس، ۵ زره ټابلیټ کا ګولۍ، ۴۰۰ لېټره الکولي مشروبات، ۴۰۰ لېټره خميره ممیز او په زیاته اندازه نور بېلابېل نشه یي توکي د هیئت په حضور کې د یاد مدیریت منسوبینو لخواه وسوځول شول.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د نشه يي توکو د قاچاق او کښت په تړاو تر ۸۰۰ زیات کسان نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته