خبرونهامنیت

هرات کې پوځي مهمات نیول شوي

کابل، د وري ۲۰ مه، باختر

باختر اطلاعاتي اژانس ته د هرات د پولیسو له لوري په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي، چې د هرات ښار نهمه امنیتي حوزه کې پولیسو د یو لړ ځانګړو کشفي او ضبطي عملیاتو په پایله کې یو شمېر وسلې او مهمات، چې بېلابېل توکي په کې شامل دي، ترلاسه کړي دي.

معلوماتو کې راغلي، چې دغه عملیات د اوسېدو په یو کور ترسره شوي او پایله کې یې ۶۱۱ شنګول مرمۍ، ۹۲۳ نیمه شنګول مرمۍ، یوه شنګل تفنګچه، یو عدد میکاروف، یوه دانه فلمي تفنګچه، د کلاشنکوف اړوند توکي او وسایل، ۷۱ دانې د دهشکې مرمۍ، ۸۲ دانې ماشندارې مرمۍ او نور مهمات نیولي دي.

عملیاتو کې د ترلاسه شویو مهماتو اړوند یو کس هم نیول شوی، چې دا مهال تر پوښتنو او ګروېګنو لاندې دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته