خبرونهټولنهروغتیا

هرات کې په نشه یي توکو د سلګونو روږدو کسانو درملنه وشوه

کابل د غبرګولي ۲۲ مه، باختر

د هرات امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې مدیریت مسولینو په یاد ولایت کې د۱۳۰۰ روږدو کسانو د درملنې خبر ورکړی دی.

د هرات د امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي حیات الله روحاني د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په دغه ولایت کې د ۱۰ او ۱۶ میاشتو په موده کې د ۱۳۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

روحاني زیاته کړې چې په دغه ولایت کې د ۵۰۰۰ نورو روږدو کسانو درملنه هم روانه ده او له بشپړې درملنې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته