خبرونهټولنهروغتیا

هرات کې په نشه يي توکو روږدي ۴۵۰۰ کسان تر درملنې لاندې دي

کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
په هرات کې د روږدو کسانو لپاره د څلور زره بستریز روغتون مسوولین وايي چې په دې روغتون کې د څه باندې ۴ زره ۵۰۰ روږدو کسانو درملنه روانه ده.
د یاد روغتون مسوولین له خلکو او سوداګرو هم غواړي چې د یادو کسانو په درملنه کې ورسره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې په دغه روغتون کې روږدي کسان د اسلامي امارت له مسوولینو څخه هم غوښتنه کوي، چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو له درملنې وروسته بیا په نشه یي توکو اخته نه شي.
له بلې خوا د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د روږدو کسانو د بشپړې له منځه وړلو پورې به د روږدو کسانو درملنه روانه وي.
د يادونې وړ ده، چې تېر ژمی هرات ښار کې په نشه يي توکو د بې سرپناه روږدو کسانو د راټولولو لړۍ د خلکو په همکارۍ پيل شوې وه، چې تر اوسه يې زرګونه کسان ترې روغ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته