خبرونهټولنه

هرات کې زلزله ځپلیو لپاره د اقراء په نوم ښارګوټی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د مرغومې ۱۹ مه، باختر

د هرات سیمه ییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې زلزله ځپلیو لپاره د اقراء په نوم ښارګوټی جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د دغه ښارګوټي د ګټې اخیستنې په مراسمو کې یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو، عالمانو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و.

دغه ښارګوټی، چې د دیني عالم عبدالصمد قاضي زاده له لوري د ۳۰ میلیونو افغانیو په لګښت یې کارونه پیل شوي و، پرون بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

قاضي زاده ویلي، چې دغه کورونه دوه خونې، یو دهلیز، یو پخلنځی او یو حمام لري.

د پرانستې په مراسمو کې د هرات د ګازرګاه جامع جومات خطیب شیخ فضل الرحمن انصاري وویل، چې خلک باید داسې متدینو کسانو ته خپلې مرستې ورکړي، تر څو د اقراء ښارګوټي په څیر زلزله ځپلیو ته کورونه جوړ کړي.

ورته مهال د کجکال په کلي کې زلزله ځپلي د یاد ښارګوټي په جوړولو خوښ دي او وایي، چې دوی لومړني کسان دي، چې په زنده جان کې ورته معیاري کورونه جوړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته