هرات کې زلزله ځپلو کورنیو ته ۶۶ نور کورونه هم وسپارل شول
کابل، د وري ۱۶مه، باختر
د هرات ولایت د ګلران او انجیل ولسوالیو زلزله ځپلو کورنیو ته د صنعتکارانو په مالي مرسته جوړ شوي ۶۶ معیاري کورونه د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار او یو شمېر نورو ادارو د رئیسانو له لوري وسپارل شول.
د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار له صنعتکارانو او سوداګرو څخه د مننې ترڅنګ هغوی د هېواد اقتصادي مجاهدین یاد کړل او ویې ویل، چې د دغه ولايت سيمه ييزه اداره د صنعتکارانو د أسانتياوو په رامنځته کولو کې له هېڅ راز هلو ځلو ډډه نه کوي.
له بلې خوا د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس او زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون وياند مولوي احمدالله متقي وویل، چې تر اوسه په بېلابېلو زلزله ځپلو سیمو کې څه باندې ۴ زره کورونه جوړ شوي او په راتلونکي کې به نږدې ۲ زره نور کورونه هم جوړ شي.
ورته مهال د هرات د صنايعو او کانونو د خونې مشر حميدالله خادم وويل، چې دغه کورونه د دې ولایت د صنعتکارانو له لوري د ٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوي دي.
اخوا د ګلران ولسوالۍ د سياه بدک کلي اوسېدونکي، چې له څو مياشتو بې کوره کېدو وروسته يې د کورونو کلي ترلاسه کړې خوښ دي او وایي چې اختر به په خپلو نویو کورونو کې ونمانځي.