هرات کې زلزله ځپلو ته ۳۰ نور کورونه هم جوړ شول
کابل، د غبرګولي ۲۳ مه، باختر
د هرات ځايي مسوولینو د یاد ولایت د زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ نورو کورونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ په چین او ترکیه کې یو شمېر مېشتو افغانانو په مالي ملاتړ د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره ۳۰ نور کورونه هم وسپارل شول.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د زلزله ځپلو لپاره کورونه جوړ شوي وو.