هرات کې روان کال ۱۶۵ کارخونو فعالیت پیل کړی

کابل د مرغومي ۲۶مه، باختر
د هرات ولایت ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د روان ۱۴۰۳ په تېرو ۹ میاشتو کې ۱۶۵ نویو کارخونو فعالیت پیل کړی دی.
د هرات ولایت ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي باختر اژانس ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو ۹ میاشتو کې ۱۶۵ نویو لویو او وړو کارخونو فعالیت پیل کړی، چې یادې کارخونې د خوراکي، ساختماني، کیمیاوي او نور بېلابېل توکو تولېدوي او په کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
نوموړي وویل، چې د صنعتي ښارګوټي د امنیت تامین، د وارداتي خامو موادو د تعرفې کچه ۱.۵ سلنې ته راټیټول او صنعتي ماشینونه له وارداتي تعرفې معاف کول هغه مهم اقدامات دي، چې د سیمه ییزې ادارې له لوري او د کانونو او صنایعو خونې په همکارۍ ترسره شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د صنعتي ښارګوټي د پنځم فاز ځمکې پانګوالو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته