خبرونهاقتصادTOPټولنه

هرات کې د ۲۰،۵ میلیونه ډالرو په لګښت د یوه نړیوال ترمینل جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د وږي ٢٢مه، باختر
ټرانسپورټ او هوایي چلند د وزیر ملا حمیدالله آخندازده او یو شمېر نورو چارواکو له لوري په هرات کې د ۲۰.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د یوه نړیوال ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې.
د یادې پروژې چارو په پرانیستغونډه کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله آخندازده وویل، چې د دغه ترمینل په جوړېدو سره به ۴ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
دغه ترمینل په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي، چې ټولې اړینې آسانتیاوې به ولري.
د یادونې وړ ده چې په دغه ترمینل کې به ټولې اړینې آسانتیاوې شتون ولري او د مسافرینو ستونزې به په کې هوارې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته