خبرونهفرهنګ

هرات کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د تیاتر لپاره نوی صالون جوړېږي

کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

د هرات د فرهنګ او هنر آمریت مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د ښاروالۍ او اطلاعاتو او کلتور ریاست ترمنځ د هوکړه لیک له مخې د یاد ولایت د تیاتر د نوي صالون د رغونې چارې پیل شوې دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر آمر مولوي حمیدالله غیاثي د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد صالون په بشپړېدو سره به په یاده برخه کې د هنرمندانو یو لړ ستونزې راکمې شي.

د یادو مسوولینو په وینا دغه سالون په ۴۰۰ متره مربع ځمکه کې د شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې چارې به یې په ۶ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

له بلې خوا د هرات یو هنرمند عزیز احمد حیدري وايي، اوس په یاد ولایت کې شاوخوا ۶۵ تیاترهنرمندان په ټلویزیون او ټولنېزو رسنیو کې خپلې نندارې وړاندې کوي، خو د هغه په وینا د یاد صالون په جوړېدو سره به یو ځل بیا د هرات د تیاتر هنر پیاوړی شي.

د يادونې وړ ده، چې د هرات تياتر د لومړي ځل لپاره په ١٣٠١ لمريز کال کې د عبدالواحد بهره، تر مديريت لاندې د هرات د يو شمېر فرهنګیانو او هنرمندانو له خوا تاسيس شوى او دغه هنر  په تېرو کلونو لوړې ژورې تجربه کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته