خبرونهاقتصادTOPټولنه

هرات کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۳ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د زمري ۲۲ مه، باختر

د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د هرات ښاروال مولوي نعمت الله حسن د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د ښاروالۍ له پراختیايي بوديجې د ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ښار له فرقې سیمې څخه تر کارېزک سیمې پورې د ۴.۵ کیلو متره سړک د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

نوموړې زیاته کړه چې د یاد سړک د پروژې ترڅنګ د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر کانالونه او پلونه هم رغول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د هرات د فرقې او کارېزک دوه لینه سړک دغه ولایت له بادغیس سره نښلوي.

د سیمې اوسېدونکي د یادو پروژو په بشپړېدو خوښي څرګندوي او د ورته نورو ټولګټو پروژو غوښتنه کوي 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته