خبرونهټولنه

هرات کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د یوې کورنۍ ۹ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی

کابل، د وږي ٢٨مه، باختر
د هرات ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولايت په زاول ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله د یوې کورنۍ ٩ غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هرات ولایت ویاند مفتي یوسف سعیدي باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په زاول ولسوالۍ کې د یوه پاسو او ۵۸۰ ډوله موټر د ټکر له امله د یوې کورنۍ ۹ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته