کابل د تلې ٢مه، باختر
د هرات د ترافیکو مدیریت مسوولینو د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله ٦ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
د هرات امبولانس عمومي مدیر، ډاکټر عبدالظاهر نورزي، د باختر اژانس خبریال ته ویلي چې د کابل _ هرات پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله یو تن مړ او ٥ نور ټپیان شوي دي.
نورزي زیاته کړې چې د دغه ټکر له امله د هرات دروازې (میرداود) یوه برخه هم زیانمنه شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دا په روانه اونۍ کې په هرات کې پر لویو لارو د رامنځته شویو ترافیکي پېښو درېیمه مرګونې پېښه ده.
14 1 دقیقه لوستل