هرات کې د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې شوې

کابل د مرغومي ۲۴مه، باختر
د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ په یوه کلي کې د ۳۹۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هرات د پوهنې آمریت وارسي کوونکي مولوي عبدالله امیني باختر آژانس ته وویل، چې دغه ښوونځی د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په معیاري بڼه جوړ شوی دی.
د نوموړي په وینا، دا ښوونځی په دوو پوړونو کې د ۲۴ تدریسي خونو او نورو اړینو ملحقاتو په درلودلو سره جوړ شوی، چې د زده‌کوونکو لپاره مناسب تدریسي چاپېریال برابروي.
د کلي اوسېدونکو د ښوونځي د جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دې ښوونځي په جوړېدو سره به د زده کړو فرصتونه لا ډېر شي او د ماشومانو لپاره به د زده کړو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته