هرات کې د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې

کابل د لړم ۱۶مه، باختر

د هرات ښار په ۱۵مه ناحیه کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۵۰ متره په اوږدوالي د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.

د هرات ښاروال ملا نعمت الله حسن د باختر اژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ښار په ۱۵مه ناحیه کې د ښاروالۍ له پراختیاي بودیجې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۵۰ متره په اوږدوالي او ۱۱.۲۰ متره په سور د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغې پروژې چارې به په درېیو میاشتو کې پای ته ورسېږي.

ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یادې پروژې له پيل څخه خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته