هرات کې د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې
کابل د لړم ۱۵مه، باختر
د هرات ولایت په اتمه ناحیه کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ کیلو متره سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت ښاروال ملا نعمت الله حسن د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په اتمه ناحیه کې د ښاروالۍ ریاست په مالي ملاتړ د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ کیلومتره په اوږدوالي او ۸ متره سور په درلودلو سره د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې چارې به په ۶ میاشتو کې پای ته ورسېږي او ورسره به د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د دغې پروژې په پلې کېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.