هرات کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې
کابل د لړم ۲۴مه، باختر
د هرات ولایت ښار په نهمه ناحیه کې د ۷.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه ولایت په نهمه ناحیه کې د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د ۷.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰۰ متره په اوږدوالي د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوي چې په درېيو میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.