خبرونهاقتصادټولنه

هرات کې د کرباس حوض سړک د پخولو چارې پیل شوې

کابل، د غوایی ۳۱ مه، باختر

د هرات ښار د اوومې او نهمې ناحیې اړوند د کرباس حوض سړک د پخولو چارې د ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

د هرات ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې یاد سړک د ۲۷۰۰ مترو په اوږدوالي د یاد ریاست له پراختیايي بودجې څخه د ۷۶ میلیونو افغانیو په لګښت رغول کېږي چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په بریالیتوب سره د رغولو او بیارغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته