کابل د زمري ۱۸مه، باختر
د هرات ښاروالۍ ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په اتمه، لسمه او دیارلسمه ناحیه کې بېلابېلې پروژوې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
باختر آژانس ته د یاد ریاست له لوري استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د یاد ولایت په اتمه، لسمه، او د یارلسمه ناحیه کې د یاد ریاست په همکارۍ د هبیبات دفتر په مالي ملاتړد ۸۹ زره ډالرو په لګښت د ښاري ښکلا ترڅنګ یې د ښار د روښانتیا په موخه یې کانګریټي پایې او ۱۰۹ بېلابېل څراغونو د نصب ترڅنګ ګڼشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یاد ریاست هڅې ستایي او د ښاري ښکلا په موخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.