هرات کې د وروستیو اورښتونو پرمهال اړمنو کورنیو ته څه باندې ۴ زره کیلوګرامه مایع ګاز وېشل شوی

کابل، د کب ۱۳مه، باختر

د هرات د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري د وروستیو اورښتونو پرمهال نږدې ۷۰۰ اړمنو کورنیو ته څه باندې ۴ زره کیلوګرامه مایع ګاز وېشل شوی دی.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مرستیال مولوي عنایت الله صابر باختر آژانس ته وویل چې تېره اوونۍ په دغه ولایت کې د اورښتونو پرمهال زنده جان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۶۷۷ هو اړمنو کورنیو ته ۴ زره ۳۹۰ کیلوګرامه ته مایع ګاز وېشلی چې خېمو کې یې ژوند کاوه.

نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي لرې پرتو سیمو کې د خلکو پر وړاندې شته ستونزې ژر هوارې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته