هرات کې د ملک سلمان خیریه بنسټ د څه باندې ۴ زره کسانو د سترګو درملنه کوي
کابل، د غبرګولي ۳۰مه، باختر
په هرات کې د سرې میاشتې ریاست تر رهبرۍ لاندې د ملک سلمان خیریه بنسټ له خوا د څه باندې ۴ زره کسانو د سترګو درملنه کوي.
د ملک سلمان خیریه بنسټ مسوول فخرالدین داکار د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې په دغه ولایت کې د ۴ زره ۴۰۰ د سترګو ناروغانو درملنه د ملک سلمان خیریه بنسټ له خوا په ۴ ورځو کې کېږي، چې په کې به د ۴۰۰ کسانو د سترګو عملیات هم ترسره شي.
ورته مهال په لوېدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې عملیاتي مسوول محمد آصف صدیقي وايي، په دې سربېره د سره صلیب له لوري د صعب العلاج ناروغيو لکه د زړه سوري، سوځېدنې او د هډوکو وروستوالی د ناروغانو درملنه هم په وړيا توګه کېږي.
هېره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې هم په کابل کې یاد بنسټ د څه باندې ۵۰۰۰ کسانو د سترګو درملنه کړې وه.