هرات کې د لسګونه روږدو کسانو درملنه وشوه
کابل، د لېندۍ ۱۴ مه، باختر
د هرات ولایت امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د ۱۸۰ روږدو کسانو د درملنې خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې عمومي مدیرمولوي حیات الله روحاني باختر آژانس ته ویلي چې دغه روږدي کسان د ښار له بېلا بېلو سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه د درملنې لپاره ځانګړو مرکزونو او روغتونونو ته استول شوي وو، چې له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په ټول افغانستان کې زرګونه روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره ځانګړو مرکزونو او روغتونونو ته استول شوي وو، چې له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.