خبرونهاقتصادTOP

هرات کې د (عالیست افغانيست) نندارتون جوړشو

کابل، د غبرګولي ۲۰ مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې په هرات کې نن د ( عالیست افغانیست) ملي نندارتون په دوو جلاجلا برخو کې د ښځو او نارینه وو لپاره پرانیستل شو.

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوال سوداګرۍ رییس محمد زبیر دین پرورد باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د اسلامي امارت مشرتابه په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هڅو بېلابېل نندارتونونه جوړ کړي، چې له دې جملې څخه ۶ یې بهرني دي.

نوموړی زیاتوي، چې د کارخونو د حالت د ښه والي لپاره په ورته محصولاتو د ګمرکي تعرفو د لوړولو په ګډون بېلا بېل اقدامات ترسره کړي ترڅو کورنی صنعت وده وکړي.

هېره دې نه وي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې تراوسه پورې افغانستان څه باندې ۲۷۰ قلمه کورني محصولات صادر کړي، څه باندې ۱۳۵ قلمه تولیداتو په برخه کې ځان بسیایني او ۷۸ قلمه نورو تولیداتو په برخو کې نیمه ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته