هرات کې د تاریخي آبدو د بیا رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

کابل، د لړم ۱۹مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې تېر کال د زلزلې له امله زیانمنو شوو تاریخي آبدو د بیا رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت او په ځانګړې توګه د هرات جامع جومات، د اختیارالدین کلا، د مصلا مجموعه او د ګازرګاه شریف مجموعه بیارغونې چارې د دې ادارې د بودجې او د ځینو همکارو بنسټونو په مالي ملاتړ له څو میاشتو راهیسې پیل شوې، چې اوس مهال یې د بیارغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

په ورته وخت کې د هرات ولایت د تاریخي آبدو د ساتنې آمر صدیق میر وایي، چې د بیا رغونې لومړیتوبونه د باران د موسم له راتګ سره په پام کې نیول شوي او ځانګړې پاملرنه هغو آثارو ته کېږي، چې په وروستۍ زلزله کې زیات زیانمن شوي، چې د دې آبدو ترمیم د اصلي بڼې او معمارۍ د ساتنې په موخه د متخصصینو له خوا په ډېر احتیاط ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال زلزلې د هرات جامع جومات ځینې برخې، د ایوانونو کاشي، منارونه، د اختیارالدین کلا او د ګازرګاه شریف مجموعې ته جدي زیان اړولي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته