خبرونهاقتصادټولنه

هرات ولایت ته ۱۰ بهرني سیلانیان تللي دي

کابل، د مرغونې ۱۲مه، باختر
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، چې لسو روسي او اندونيزيايي سيلانيانو دغه ولايت ته سفر کړى دى.
د دغه رياست د ګرځندوى آمر مولوي رحمت الله محمدي وايي، چې په دغو سيلانيانو کې ۵ له روسيې او ۵ نور د اندونيزيا هېواد وګړي دي.
نوموړی زیاتوي چې دوى په دغه ولايت کې د بهرنيو سيلانيانو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي او اوس هرات د ګرځندوى لپاره مناسب ځاى دى.
هرات ته د دغو لسو بهرنيو سيلانيانو سفر په داسې حال شوی چې دوه ورځې مخکې پنځو روسي، ايراني او کاناډايي سيلانيانو هم هرات ته سفر کړى و.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت له کبله د کورنیو او بهرنیو سیلانیاتو شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته