سیاست

هرات ولایت ته دجمهور رییس سفر ګټور ارزول کیږي

کابل باختر  دمرغومي اوومه
محمد اشرف غنی احمدزی دخپلو کاری سفرونو په ترڅ کې دمرغومي دمېاشتې په شپږمه نېټه دهرات ولایت ته سفر وکړاو هلته یې له نږدې ددغه ولایت له چارواکو او دخلکو له استازو سره ددغه ولایت د اداري اوامنیتي چارو په هکله خبرې وکړې او په اړوندو مسایلو کې یې لازمې لارښوونې وکړې. داپه داسې حال کې ده چې مخکې تردې یو بل هيئت دجمهور رییس په لارښوونه دغه ولایت ته سفرکړی ؤ او خپل کاري رپوټ یې جمهور رییس ته  وړاندې کړی ؤ.
دهرات ولایت دهیواد په لویدیځ کې سترولایت دی چې له دوو هيوادونو یعنی دایران له اسلامي جمهوریت او هم د ترکمنستان له هېواد سره ګډې پولې لري ، له بل لوري ددغه ولایت مساحت ، دوکړوشمير او تاریخي ارزښت دهيواد په نورو ولایتونو کې ځانګړی ځای لري . محمد اشرف غني دخپل انتخاباتي کمپاین په وخت کې هم دغه ولایت ته سفر کړی ؤ او له خلکو سره یې یوشمېر ژمنې کړې وې ، چې دادی  ده په خپل وروستي سفر سره دغه ولایت ته او هغه  اجراأت او وعدې یې چې تراوسه پورې دهرات له خلکو سره  کړې دي دا ثابتوي چې دى پر خپلو ژمنو ولاړ دی او یوه پر بلې پسې یې ترسره کوي.
له یاده ونه باسو کومې ستونزې چې دټاکنو په وخت کې رامینځته شوې او هم دسیاسې تفاهم له لارې کوم دملي یووالي حکومت چې رامېنځته شو ، له دې نه چې دغه پېښې ناڅاپي رامېنځته شوې او دهیواد دمصلحتونو پربنسټ رامېنځته شوې او مخکې له مخکې نه وي ارزول شوې او کوم ځنډ چې همدا اوس دکابینې دجوړېدو او هم دحکومتوالۍ په نورو چارو کې یوشمیر سکتګی رامینځته شوي کیدای شي دهغه سیاسي تفاهم له کبله وي چې دهیواداو مصلحتونو په خاطرشوي دي.
خلک هيله لري چې نور دغه ځنډ او خنډ په چارو کې له مېنځه ولاړ شي او دولت او حکومت دستونزو دحل او حکومتي چارو لپاره ګټور او دخلکودمنلو وړ ګامونه ترسره کړي. او په تېره بیا اوس چې دادی دامنیتی مسؤلیتونوټول واک هم افغان لوري ته سپارل کیږي او نړیوال ځواکونه خپل دغه مسؤلیت افغان لوري ته پریږدي دافغان لوري دمسؤلیتونو بار لاهم درنیږي چې وړ اجراأت غواړي.
دغه راز دهېواد دنورو ولایتونو خلک هم هیله لري چې جمهوررییس یی لیدلو او دستونزو دارزولو او حلولو لپاره هلته سفرونه وکړي چې ضرور به غنی دا کار ترسره کوي.
په همدې ډول ددولت نور چارواکي په تېره بیا په مرکزکې مهم دولتي مسؤلین هم باید  ولایتونو ته سفرونه وکړي او دخلکو ستونزي حل کړي او دولتي چارې به سبمالوي.
.په داسې حال کې چې دجمهوررییس وروستی سفرهرات ولایت ته دستایلودی هیله همداده چې داډول سفرونه دوام ومومي اودمصروفیتونوپه زیاتیدوسره دولایتونوله خلکوسره داړیکونیول بندیاکم نشی.په دې توګه به هم وکولای شودملی یووالی روحیه په هیوادکې لاپياوړي کړواوهم به دهیواددټولوخلکوباورپرنظام باندې زیات کړو.
کېدای شي چې له ولایتونوسره اړیکې دویډیوکنفرانسونو له لارې هم ونیول شي لکه څنګه چې څه موده مخکې دنوې تکنالوژي په مټ ښاغلی غني دخوست او یوشمير نورو  ولایتونو له خلکوسره دویډیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې اودهغوی ستونزې یې واوریدې. چې دا لړی هم باید دوام ومومي او که چیرې خپله ولایتونو کې دولتي چارواکي حضور هم پیدا کوي دا بیا لاډیر دخلکو داطمینان او ډاډ لامل ګرځي او ددولت او دخلکو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کوی ، لکه څنګه چې جمهور رییس غني دپکتیکا ولایت ته هم لاړ او هلته یی له خلکو سره ددغه ولایت دیحیی خیلو دپېښې له کبله  چې په ترڅ کې یې تریو نیم سلوتنو  پورې پکتیکاوالو په کې دترهګريز برید له کبله  مرګ ژوبله  لېدلې وه له هغوی سره یې  غمرازي وکړه.
خو ضروري داده چې ددغولیدنواو کنفرانسونواوپه پایله کې چې کومې ژمنې ترسره کیږي بایدعملی شي،یواځې دیادداشت په کاغذونوکې پاتې نشي . له دېنه چې ډیرې کتنی وشي اوکومه کوټلې پایله اوله خلکوسره دژمنوترسره کیدل پکې نه وي له هغه داښه ده چې هیڅله هغوي سره کومه ژمنه ونه شي اوکتنه ترسره نه شي.
خلک عمل غواړي اونه خبرې ! اوڅه ډول چې ښاغلی ولسمشرله خلکوسره دژمنودترسره کیدوه خبره کړې بایدهمداسې هم وکړي.
په دې اړوند لازمه ده چې هم دجمهور رییس او هم دنورو چارواکو ترلاس لاندې دفترونه او اړوندې برخې له پلان سره سم چارې سمبالې کړي او وخت په وخت جمهوررییس دخپلو ژمنو په اړوند او په دې اړه دشویو کارونو په اړوند خبر ورکړي. څوچې چارې په ښه او لازمه توګه سمبالې شي او ژمنې یواځې دخبرو په حد کې او پرکاغذ پاتې نشي.
اوس ددې وخت رارسيدلى دى چې نور سیتماتیک او په اوچتو معیارونوولاړ دحکومتوالۍ زمینې برابري شي او په ټولو ډګرونو کې دیوې خپلواکې او پرځان متکي دولتی ادارې خاوندان شو.
دهرات ولایت ته دجمهوررییس سفر او په ترڅ کې یې ترسره شوي اقدامات داجوتوي چې داډول سفرونه موږ یادو شوو موخو ته که خدای کول وررسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته