هرات د چشت شريف – هرات واټ د لومړى پړاو د قيرکولو په درشل کې .
کابل باختر د وري ديارلسمه :
د هرات – چشت شريف د واټ د لومړى پړاو قيرکول د فوايد عامې د وزارت له خوا داوطلبۍ ته وړاندې شو .
ددغه واټ لومړى پړاو ټاکل شوې ده د پنځه ديرشو کيلومترو په اوږدوالي د فوايد عامې وزارت له معيارونوسره سم قير شي .
د فوايد عامې وزارت مسوولين په شرايطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د پنځه ديرشو کيلومترو په اوږدوالي د هرات – چشت شريف د سړک د جوړولو د پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او خپل افرونه دې دشرط نامې له مخې او دتدارکاتو دقانون او طرز العمل له مخې وړاندې کړي .
ديادونې وړ ده چې د هرات _چشت شريف دسړک قير کول دلمبر ٢ واټ د يوې برخې په توګه د هرات ولايت د شمالي ولسواليو د خلکو له هيلو څخه دى .
ختم_ ج _ اکرم