اقتصاد

هرات دسلما بند دجوړولو کار دبشپړيدو او له هغه څخه دګټې اخيستنې لپاره دتياري په درشل کې .

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٤  :
دهندوستان دفني اومسلکي انجينرانو ټيم  دسلما بند دساختماني کار دپرمختګ دکچې په باب خپلې څيړنې او مطالعات  بشپړ کړي دي .
په هرات کې دهندوستان جنرال قونسل وايي  د فني   مهندسانو درې کسيز ټيم  چې  دسلما بند دکار دپرمختګ  دبهير دڅيړنې په مقصد دچشت شريف  ولسوالۍ ته سفر کړى و ، ټاکل شوې ده  چې ديوې اوونۍ په دننه کې دخپل کار رپوټ  دسيمه ييزې ادارې  دمسوولينو په واک  کې ورکړي.
په هرات کې دهندوستان  جنرال قونسل  اميت کمارمشرا دهرات له والي سيدفضل الله وحيدي سره په کتنه کې  په وروستيو مياشتو کې دسلما بند دګار  دګړنديتوب  ډاډ ورکړ.
له دې سره  جوخت  خبر ترلاسه شوى دى  چې دهرات ولايت  اود انرژۍ او  اوبو وزارت له  خوا يو هيئت هم دچشت  شريف ولسوالۍ ته سفر کړى دى چې دسلما بند دکار دپرمختګ په باب ډاډ ترلاسه کړي.
دهرات والي  دسلما بند دجوړولو په کار کې  دهندوستان ددولت اوخلکو دهمکاريو دارزښتناک بللو په ترڅ کې هيله وکړه چې دغه بنسټيزه پروژه په ډير لنډ ممکن وخت کې   داستفادې وړ وګرحي.
دسلما  داوبو بريښنا بند   چې دهندوستان ددولت په مالي مرسته دچشت شريف په ولسوالۍ کې  جوړشوى دى ددريو مليونو مترمکعب  اوبو دزيرمه  کولو ظرفيت لري .
له دغې بنستيزې پروژې څخه په ګټې اخيستنې سره  د٤٢ ميګاواټه  بريـښنا په توليد سربيره   دهرات ولايت دختيځ  ، لويديځ  اوشمال په ولسواليو کې په زرګونو جريبه کرنيزه  ځمکه خړوبيږي .
له بلې خوا دهند  جنرال قونسل دپارک دهوټل په اجارې پورې داړوندو سندونو  دپړاونو دبشپړولو دبهير  دګړندي کولو غوښتنه وکړه.
دبهرنيو چارو  وزارت دنمايندګۍ رييس سيدعبدالناصر يوسفي وايي  دهند دقونسلګرۍ په غوښتنه  اودهرات ولايت  دمقام  او دمرکزي مقاماتو په موافقه  ټاکل شوې ده    دپارک دهوټل  ځمکه  په هرات کې  دهندوستان دقونلسګرۍ په واک کې ورکړاى شي .
دهرات والي   د هرات ښاروالۍ او دبهرنيو چارو وزارت دنمايندګۍ مسوولينو ته لارښوونه وکړه    چې له مرکزي مقاماتو سره  په تفاهم کې دې  ددغې ساحې په  قرارداد پورې اړوندې چارې بشپړې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته