خبرونهاقتصادفرهنګ

هرات ته ۱۴۰ بهرني سیلانیان ورغلي دي

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې په تېرو دوو اونیو کۍ د دغه ولایت له بېلابېلو تاریخي او تفریحي سیمو څخه ۱۴۰ بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي په دغه ولايت کې د اختیارالدين کلا څخه د ليدنې پر مهال د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وويل، چې د هرات د ټولو تاريخي آبداتو ساتنه زموږ د ادارې مسووليت دى.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر مولوي رحمت الله محمدي باختر آژانس ته وویل چې بهرني هېوادونو څخه ۱۴۰  سیلانیان ورغلي او د یاد ولایت له بېلابېلو تاریخي او تفریحي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.

د هرات د ملي موزيم مدیر عبدالجبار نورزى وايي چې د روان کال له پیله تر دې دمه ۹ زره کورني او بهرني سیلانیان ورغلي دي.

نوموړي وویل چې دوی هڅه کوي د سیلانیانو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې او د ګرځندوی صنعت ته وده ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته