ورزش

هرات باستان ټيم د آرش له ټيم او د پيمان ټيم د جامي له ټيم سره لوبې کوي

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٥
د دولس کلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ نن مازيګر په هرات ولايت کې په دوو لوبو سره دوام کوي.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل: دغه سيالۍ د هرات باستان او د آرش د ټيمونو او د پيمان او جامي ټيمونو ترمنځ کيږي.
د ضيا دڅرګندونو له مخې: د دولس کلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ پنځه ورځې مخکې د دولسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې په پرونيو لوبوکې د پامير ټيم د يوې په وړاندې په دوو سره د آرش ټيم ته ماتې ورکړه .
د انصاري ټيم د دوو په وړاندې په څلورو سره د اتفاق په ټيم بريالى شو او د نوايي ټيم د صفر په وړاندې په دوو سره د آريانا په ټيم بريالى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته