ټولنه

هراتيان: دولت بايد د جنرال عبدالرازق د ترور عاملين ونيسي او سزا ورکړي

کابل باختر دلړم دويمه :
د هرات يوشمېر خلکو د قندهار ولايت د امنيه قوماندن جنرال عبدالرازق د شهادت په وړاندې پرون د ولايت د ودانۍ په وړاندې غونډه وکړه .
دوى مظاهرې خپل مسلم او مدني حق وباله او له مرکز حکومت څخه يې وغوښتل چې د قندهار ولايت د امنيه قوماندان او د دغه ولايت د ملي امنيت د رييس د شهادت د عاملينو د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه .
د دغې غونډې برخه والو جنرال رازق يو ملي اتل او مبارز او د هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع، د تروريستانو په وړاندې يو ملي غنيمت وباله .
د هرات خلکو جنرال رازق يو ملي او هېوادپال شخصيت وباله او د هغه نشتوالى يې يوه ملي ضايعه وبلله .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته