هرات؛ د ښار په بېلا بېلو ځایونو کې د بس تمځایونو د جوړېدو د پروژې چارې پیل شوې
کابل، د لیندۍ ۲۰ مه، باختر
د هرات ښاروالۍ مسوولینو د یاد ولایت د ښار په بېلا بېلو ځایونو کې د نږدې یو میلیونه افغانیو په لګښت د بس تمځایونو د جوړېدو خبرورکړی دی.
د هرات ښاروال ملا نعمت الله حسن صاحب باخترآژانس ته ویلي، چې د یادو تمځایونو د جوړېدو چارې د هرات ښاروالۍ په مالي ملاتړ د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د ښار په چوک سیمنا، چوک ګلها، درب ملک، سمت خواجه کله (رح) او د فرقې څلورلارې کې د بس موټرو تمځایونه جوړېږي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې چارې به د نږدې ۲ میاشتو په بهیرکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.