هرات؛ د ٦میلیونه افغانیو په لګښت د عامه سړکونو د رڼا کولو پروژه پیل شوه

کابل, د لېندۍ ۱۷ مه, باختر
د هرات ښار د عمومي سړکونو د رڼاکولو پروژې چارې د ٦ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د دغې پروژې لګښت د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه ورکول کېږي او ١٥٠ ورځو کې به بشپړه شي.
مسوولینو ویلي چې دغه پروژه د فلکه پای آب بولوار څخه تر ګنج سابقه پورې, د پل باغ نظرګاه جنوبي لین څخه د خواجه عبدالله انصاري (رح) زیارت تر پیل پورې, د هندوستان قونسلګرۍ څخه تر مسافر وړونکي ټرمینال پورې د ختیځې لارې سړک, د فرقه دوه لارې څخه تر پل کاریزک پورې د شمالي او جنوبي لینونو سړکونه دا لارې د ښار د ۵، ۸، ۱۰، ۱۱، ۱۴، او ۱۵ ناحیو پورې اړه لري.
د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې په پیل کېدو سره د سیمې خلکو خوښي ښودلې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته