سیاست

هدفي وژنې د تروریزم تر ټولو ناوړه بڼه ده

-کابل/ د لړم ۳۰ مه/ باختر
له مودو راهیسې د هېواد له ګڼو سیمو د هدفي وژنو خبرونه خپرېږي. په ځینو ښارونو کې خو حالت دومره ترینګلی دی چې هره ورځ خلک غوږ په آواز ناست دي چې نن به د چا د وژلو خبر اوري. له بده مرغه اوس په کابل کې هم ورته پېښې مخ په ډېرېدو ښکاري. دغو پېښو د ښاریانو ژورې اندېښنې راټوکولې دي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر همدغو اندېښنو ته کتنه کړې ده او لیکي:
که څه هم لا تر اوسه  د ترهګرۍ واحد تعریف، چې ټولو ته د منلو وي، نشته. خو تر ټولو ساده تعریف یې دا دی چې د بې ګناه خلکو وژلو ته ترهګري ویل کېږي، یا هم د سیاسي موخو لپاره د خلکو وژل، ترهګري ده.
د ترهګرۍ د دغه راز تعریف په اړه ټول تر ډېره یوه خوله دي. هر هغه څوک چې له قانوني موجبه پرته راپورته کېږي او یو بل څوک وژني، ترهګر دی او دا عمل یې څرګنده ترهګري ده.
همدارنګه که څوک د سیاسي، قومي، سمتي، مذهبي او نورو ملحوظاتو پر بنسټ خلک وژني، دا هم څرګنده ترهګري ده او هېڅ راز سپیناوی نه لري. هدفي وژنې، چې تر ډېره سیاسي بڼه لري، د تروریزم تر ټولو ناوړه او کرغېړنه بڼه ده.
هغوی چې په دغه راز ترهګریزو او بشري ضد جنایتونو لاس پورې کوي، دوه اساسي موخې لري: لومړۍ موخه یې دا ده چې دوی غواړي د هېواد تکړه کدرونه، تحصیل کړي ځوانان، پوهان، ډاکټران، انجنیران، ښوونکي او نور د کار خلک ووژني او نه پرېږدي چې افغانستان له دغه اړخه پر خپلو پښو ودرېږي.
که ټولو هدفي وژنو ته ځغلنده کتنه وکړو او د دغې لړۍ د قربانیانو نوملړ له نظره تېر کړو، نو ګورو چې زیاتره هغه خلک د دغو دسیسو او بریدونو ښکار شوي دي چې له بحرانه د هېواد د ایستلو او همدارنګه د نظام د پیاوړي کولو او بیارغاونې لپاره فکر لري، نظر لري، طرحه او وړاندیز لري، هوډ او تکل لري.
د افغانستان تاریخي دښمنان نه غواړي چې دلته څوک دغه راز فکر وپالي او  کار ورته وکړي. همدارنګه تاریخي دښمنان داسې څوک هم سرپورته کولو ته نه پرېږدي چې هغه د ځان پر شاوخوا د خلکو د راټولولو وړتیا لري، خلکو ته ذهنیت ورکولی شي، لارښوونه یې  کولی شي، لارې ته یې برابرولی شي او د یو مشر او رهبر نقش لوبولی شي.
تاریخي دښمنان نه غواړي چې دغه راز مخکښان سر راپورته کړي. د هدفي وژنو دويمه موخه دا ده چې په خلکو او په تېره بیا هغو کې چې پورته یادې شوې ځانګړنې لري، د ویرې، ډار او وحشت فضا رامنځ ته کړي او د فکر لپاره د دغه باتور ولس اراده ماته او کمزورې کړي.
باور لرو چې هدفي وژنې او نور ترهګریزې کړنې د افغان باتور او مېړني ولس هوډ او اراده نه شي زیانمنولای. په افغان ولس کې داسې مېړني او داسې استعدادونه لږ نه دي چې د سولې، او د وطن د پرمختګ، سوکالۍ او آبادۍ لپاره فکر کوي، کار کوي او مبارزه کوي.
دغه راز بریدونه یوازې زموږ د باتور ولس او روڼ اندیو هوډ او تکل پیاوړی کولای شي. خو د دې خبرې مانا دا نه ده چې د دغه راز هدفي وژنو د مخنیوي لپاره دې څه ونه شي.
دا د اړوندو ادارو ځنډ نه منونکې دنده او تر ټولو ستر مسوولیت دی چې د دغه راز هدفي او سیاسي وژنو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي، هر اړخیز پروګرام جوړ کړي او هغه پردۍ پالې کړۍ چې د هدفي وژنو لپاره روزل شوي دي، ومومي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
دا د خلکو ستر ملي مسوولیت هم دی چې د خپلو استعدادونو، فکرونو، مخکښانو او مشرانو دفاع او ملاتړ ته راپورته شي.
پاى/ن. ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته