۱۰۰ ورځې

هدايت امين ارسلا دتحول او تداوم دټيم ملاتړ وکړ .

کابل باختر دغبرګولي نولسمه :
دجمهوري رياست دلومړي پړاو نوماند هدايت امين ارسلا نن دجمهوري رياست ددويم پړاو په انتخاباتو کې دنوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي له کاري پروګرامونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې  چې له همدې امله  جوړه شوې وه هدايت امين ارسلا دخبرو په ترڅ کې  وويل: زموږ ټيم  له اوږ دو  خبرو وروسته وپتيله چې دتحول او تداوم دټيم کاري پروګرامونه زموږ د ټيم دهدفونو په شان دي او ددويم پړاو په انتخاباتو کې  ددغه ټيم ملاتړ کوو.
ډاکتر اشرف غني احمدزي دتحول او تداوم له ټيم سره دځينو نوماندانو  او دسياسي ګوندونو دپيوستون له امله قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته